کورپاڼه / روغتيا / آیا د ګندنې له دې حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آیا د ګندنې له دې حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

ګندنه د سبزیجاتو له ډلې هغه سبزي ده چې خلک یې د مناسب قیمت او ښه خوند له امله ډېره خوښوي. له دې سبزۍ په بېلابېلو لارو ګټه اخیستل کېږي د بېلګې په توګه د سلاد، ترکارۍ او نور، چې ټول یې روغتیا ته ګټور وي.

ګندنه په خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه اوبه، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، مګنېزیم، اوسپنه او کلورین لري، چې د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې خورا اغیزمن تمامېږي.

روغتیاپالان وایي، ګندنه د اعصابو په پیاوړتیا او د شریانونو د نرمښت لپاره د درملو په څېر ده. دغه راز هغه کسان چی د بندونو یا مفصلونو له دردونو کړېږي، د هغوی لپاره هم د ګندنې خوراک زیاته ګټه لري.

ګندنه د بلغمو په له منځه وړلو، کولمو په پاکولو، او د وینې کمښت د پوره کولو لپاره ګټور ده او هغه کسان چې د ستوني تکلیف لري او هغه کسان چې د ګېډي چینجي لري، هغه دې ګندنه وخوري.

دغه راز هغه کسانو چې تنفسي ناروغۍ لري یا د ټوخي ستونزې لري، هغوی ته هم د ګندنې استعمال ګټور وي او ترڅنګ یې د پښتورګو او مثانې التهاب هم ښه کوي او تشې متیازې زیاتوي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …