کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ له ټوخي ځان وساتئ نو مولۍ وخورئ

که غواړئ له ټوخي ځان وساتئ نو مولۍ وخورئ

مولۍ زموږ د هېواد د ژمنیو سبزیجاتو له جملې څخه دي، دا سبزي یوازې د ژمي په موسم کې کېږي، خو په غرنیو سیمو کې بیا ټول کال کرل کېږي. دا سبزي د حیرانوونکو ګټو لرونکې، چې په بېلابېلو ډولونو سره خوړل کېږي.

د پښتورګو او ینې تیږه په عمومي کې د سخت درد سبب ګرځي، چې بیا یې د درملنې لپاره د عملیاتو وړاندیز کېږي، خو که چېرته یوازې د دوو اونیو لپاره مولۍ استعمال شي، نو دغه تیږه ټوټه ټوټه کوي. ددې لپاره هر سهار په نهاره دوه کاچوغې د مولیو اوبه وڅښئ.

د زیړي ناروغۍ لپاره مولۍ له نعمت څخه کم نه ګڼل کېږي، ځکه چې مولۍ له بدن څخه زهري مواد وباسي او د ځیګر فعالیتونه ښه کوي. ددې لپاره د مولیو اوبه له ګوړې سره یوځای کړئ او و یې څښئ نو د زېړي اغېزې به له منځه یوسئ.

ټوخی په دوه ډوله دی، یو یې وچ ټوخی او بل ډول یې بلغم لرونکی ټوخی دی او مولۍ هغه سبزي ده چې د دواړو لپاره ګټوره ده، بلغم خارجوي او داخلي پړسوب له منځه وړي، نو ددې لپاره د مولۍ اوبه او په هماغه اندازه شات او لږ مالګه سره یوځای کړئ او و یې خورئ.

د مولی استعمال له یوې خوا د هاضمې پروسې ته وده ورکوي او له بلې خوا د پوتاشیمو شتون د وینې لوړ فشار او د زیاتو ناروغانو لپاره خورا ګټور دی.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …