کورپاڼه / روغتيا / که سر دردی، وینه پوره کول او د معدې ستونزې حلوئ، نو ګوړه استعمال کړئ

که سر دردی، وینه پوره کول او د معدې ستونزې حلوئ، نو ګوړه استعمال کړئ

ګوړه د ګنیو له اوبو څخه تیارېږي او په اوسني عصر کې، چې ټیکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی، په هماغه دودیزو طریقو سره تیارېږي، خو لکه څنګه چې د ګوړې تیارول ډېره خواري غواړي له دې څو برابره ډېرې حیرانوونکې ګټې لري.

ګوړې له ګټو څخه یوه دا هم ده، چې استعمال یې له وینې څخه اضافي توکي خارجوي او د پاکولو وړتیا یې لري. ګوړه چې د فولیټ او زنک یوه ښه منبع ده، نو په همدې سبب د وینې د ډېروالي سبب ګرځي او د وینې کمښت پوره کوي.

ګوړه په خېټه کې د جوړېدونکې ګیس او د کولمو د درملنې لپاره خورا ګټوره وي، نو ددې لپاره له هر خوراک وروسته لږه غوندې ګوړه وخورئ او له ستونزو ځان وژغورئ.

دغه راز ګوړه د اوسپنې، میګنیزیم او پوتاشیم یوه ښه منبع هم ده، چې د سر درد پر وړاندې مزاحمت کوي او کموي یې. که چېرته ایټکۍ لرئ نو لږه ګوړه او ادرک له نیم ګرمو اوبو سره یوځای کړئ او و یې خورئ نو مرۍ به مو صافه شي.

د ګوړې په جوړښت کې کمپلیکس کاربوهایډریټو شتون ستړیا له منځه وړي او بدن ته د ځواک ورکولو وړتیا په ځان کې لرلی شي او د شکر لپاره هم خورا ګټوره وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …