کورپاڼه / روغتيا / د ماهي تېل ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د ماهي تېل ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د ماهي تېل یا غوړ د روغتیا لپاره خورا ګټور دي، دا تیلو په خپل ترکیب کې اومیګا ترۍ شحمي اسیدونه لري چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. د کارپوهانو پر وینا، د ماهي تېل د سبزیجاتو د تېلو په څېر ګټور دي او په بدن کې د خرابو کولیسټرول کمولو وړتیا لري او د زړه ناروغیو مخنیوي کې مرسته کوي.

د ماهي په تېلو کې داسې غوړ شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر اړین وي، دغه غوړي زموږ د بدن سیستم سالم ساتي. په دې تېلو کې د اومیګا تري شتون د زکام او ټوخي په مخنیوي کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې په ژمي کې د ماهي تېل استعمال بدن ته انرژي ورکوي چې دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د ماهیانو د ګټو په اړه ډېرې څېړنې شوې او ویل شوی چې د زړه د ناروغیو، تنفسي ناروغیو، ذهني فشار، نا آرامۍ، چاغښت ا و د وېښتانو د درملنې لپاره کارول کېږي. د ماهي تېل د ماهي له ځانګړو نسجونو څخه ترلاسه کیږي، په وروستیو کلونو کې د ماهي د تېلو د ګټو په اړه ډېرې څېړنې شوې دي.

د روغتیایي کارپوهانو پر وینا، د ماهي د تیلو استعمال د تنفس، د سینې بلغم او ټوخي ستونزې کموي، ځکه چې په دې کې اومیګا تري شتون لري او هوا د التهاب په کمولو کې مرسته کوي. دغه راز د اومیګا تري شحمي اسیدونه د خپګان په کمولو کې مرسته کوي.

د ماهي د تېلو یوه د پام وړ ګټې داده چې د زړه روغتیا ته وده ورکوي او د زړه د ناروغیو مخنیوي کوي. دغه راز دا تېل د التهاب ضد ځانګړتیا هم لري، وېښتانو ته وده ورکوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …