کورپاڼه / روغتيا / څېړونکو د ویټامین ډي د کمښت وېروونکې پایلې ښودلي

څېړونکو د ویټامین ډي د کمښت وېروونکې پایلې ښودلي

ویټامین ډي په اړه ویل کېږي چې په دې سره ستړیا له منځه وړل کیږي، دا هغه غذايي مواد دي چې د بدن د سم فعالیت لپاره اړین ګڼل کیږي.

ویټامین ډي یو له اړینو ویټامینونو څخه دی چې د بدن د غړو، هډوکو او غاښونو د ساتنې لپاره خورا ګټور وي او د زړه، بډوډو، سږو او ځيګر حیاتي ارګانونو ساتنه کوي، خو که چېرته دا ویټامین کم شي نو ډېرو ناروغیو ته د بلنې په مانا دي.

خو اوس په دې اړه په بریتانیه کې یوه نوې روغتیایي څېړنې شوې او له مخې یې معلومه شوې، چې په ځینو کسانو کې د ویټامین ډي کمښت مخکې د وخته مړینه واقع کوي.

که څه هم څیړونکو د ویټامین ډي د لوړې کچې او د زړه ناروغۍ، فلج یا ناڅاپيمړینې ترمینځ اړیکه ونه موندله، خو د ویټامین ډي کمښت سره له جینیاتي څېړنې قوي شواهد ترلاسه شول، چې د ویټامین ډي لوړې کچې او د مړینې خطر کمولو ترمینځ اړیکه شتون لري.

څیړونکو ویلي چې څېړنې د ویټامین ډي د ټیټې کچې او د مړینې خطر کمولو ترمینځ اړیکه ښودلې. دوی منلې چې څیړنه یې یو څه محدوده وه، یعنې پایلې یې د منځني عمر لرونکي خلکو پر بنسټ ولاړې دي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …