کورپاڼه / جالب / یو سوداګر (۱۹۰۰۰) یورو په کثافاتو کې اچولې، خو بیا څه وشول؟

یو سوداګر (۱۹۰۰۰) یورو په کثافاتو کې اچولې، خو بیا څه وشول؟

که چېرته یو څوک د قیمتۍ او ګرانۍ په دې دور کې لږې روپۍ هم له لاسه ورکړي، نو سخت ذهني فشار سره مخ کېږي، خو که چېرته یو څوک ۱۹۰۰۰ یورو له لاسه ورکړي نو څه ډول احساس به کوي؟

همدغه ډول یوه پېښه له یو یوناني سوداګر سره شوې ده، چا چې له ۱۹۰۰۰ یورو په تېروتنه په کثافت دانې کې اچولي.

سوداګر په یوه کڅوړه کې د کثافاتو او په بله کڅوړه ۱۹۰۰۰ یورو یورو اچولې وې، کله چې کار ته روان و، په لاره کې یې په ناڅاپي ډول دواړه کڅوړې په کثافاتو کې واچولې.

یو څه وخت وروسته هغه پخپله تېروتنه پوه شوه او په وېره-وېره بېرته کثافاتو ته ورغی، خو له هغه ځایه دواړه کڅوړې ورکې وې.

سوداګر له نږدې پولیسو څخه مرسته وغوښته او ورته یې وویل چې هغه ډیرې پیسې له لاسه ورکړي. پولیسو سمدلاسه د کثافاتو لارۍ ودروله، چې بیا له څېړنو وروسته یې خپلې پیسې ترلاسه کړې او له پولیسو یې مننه وکړه.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …