کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي چې د ښه خوب په راوستلو کې مرسته کوي

هغه خوراکي چې د ښه خوب په راوستلو کې مرسته کوي

ښه خوب کول د عمومي روغتیا لپاره خورا مهم دی او کولی شي چې د ډېرو ناروغیو خطر کم کړي. دغه راز یو ښه او آرام خوب کولی شي ستاسو دماغ سالم وساتي او د معافیت سیستم مو پیاوړی کړي.

په عام ډول سپارښتنه کېږي چې هره شپه دې له اوو بجو څخه تر نهو ساعتونو پورې پرته له کومې ستونزې خوب وکړي. خو دلته درته یو څو هغه خوراکي توکي ښیو، چې له خوب څخه وړاندې یې خوړل د ښه خوب لامل کېږي.

شات هغه غذا ده، چې د ښه او آرامه خوب په ترلاسه کولو کې ګټور تمانمېږي، که له ویده کیدو مخکې شات وخوړل شي، د ښه خوب لامل به وګوري. دغه راز ګرمې اوبه، لېمو او شات یو ځای کول هم د ښه خوب راوستلو لپاره غوره څښاک دی.

کیله یو غوره مېوه ده خو که چېرته تاسې هره ورځ د سهار په وخت کې کیلې وخورئ، نو ښایي له وېده کیدو دمخه یې د خوړلو په اړه فکر وکړئ.

دا د خوب لپاره یو له غوره غذایي توکو څخه ده، کېلې په زیاته اندازه میګنیزیم لري چې عضلات آراموي او بدن ته سکون ورکوي. که غواړئ د شپې ښه خوب وکړئ، نو له ویده کېدو مخکې باید یوه کیله وخورئ.

په منظمه توګه د بادام خوړل کولی شي چې د شکرې او زړه ناروغیو خطر کم کړي او دا ادعا هم شوې چې بادام د خوب کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي، ځکه چې بادام د مغزي موادو د نورو ډولونو سره د میلاتونین هورمون یوه ښه سرچینه ده، کوم چې د آرام خوب سبب کېږي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …