کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د ګروپ اډمینانو ته نور اختیارات هم ورکوي

وټساپ د ګروپ اډمینانو ته نور اختیارات هم ورکوي

د فیسبوک یا میټا شرکت د ملکیت لاندې د موبایل اپلیکیشن د ګروپ اډمینانو ته د نورو اختیاراتو په ورکولو کار پیل کړی دی.

وټساپ په ټوله نړۍ کې له دوو میلیاردو څخه ډېر کاروونکي لري او شرکت هم وخت ناوخت د نوو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅه کوي، چې موخه یې د ډېرو کاروونکو ترلاسه کول دي.

تېر کال یاد شرکت د محرمیت پالیسۍ په سبب د نېوکو لاندې راغلی و، چې بیا زیات شمېر کاروونکو نورو اپلیکیشنونو ته مخه کړه، خو وروسته یې بیا خپل شرایط واخیست او د نوو ځانګړتیاوو د رامنځته کولو هڅې یې پسل کړې.

خو اوس ویل کېږي، چې وټساپ په یوې نوې ځانګړنه کار پیل کړی، چې په مرسته به یې د ګروپ اډمینانو ته نور اختیارات هم ورکړل او ټول ګروپونه به کنترول کړل شي.

دا ځانګړنه اوسمهال د چمتوالي په پړاوونو کې ده او په لومړۍ مرحله کې به د بیټا ویرژن کاروونکو لپاره وړاندې شي او له بریالي کېدو وروسته به یې ټول کاروونکي وکاروي.

دا هم ولولئ

څېړنه: زلزلې د ونو په وده کې زیاتوالی راولي

زلزلې، چې د طبیعي پېښو له جملې څخه دي، په رامنځته کېدو سره یې ډېر …