کورپاڼه / خپلواک / د نبي لوبډلې بي پي ايل کې شرموونکې ماته وخوړه

د نبي لوبډلې بي پي ايل کې شرموونکې ماته وخوړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ دسمبر ۲۰۱۹): د بنګله دېش تجارتي لیګ دویمه لوبه د کومیلا واریرز او رنګپور رېنجرز ترمنځ ترسره شوه، چې د محمد نبي په مشرۍ رنګپور رېنجرز ستره او شرموونکې ماته وخوړه.

د بنګله تجارتي ليګ په دویمه لوبه کې کومیلا واریرز پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

کومیلا واریرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې، چې د دوی له لوري شناکا په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۷۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز سومیه سرکار ۲۶ او ډي جی ملن ۲۵ منډې وکړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري مستفیز الرحمان، سنجیت ساها او ګریګوري ۲-۲ او محمد نبي ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د ۱۷۴ منډو د هدف په تعقیب کې د رنګپور رېنجرز لوبډله بشپړه ناکامه او په ۱۴ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ۶۸ منډو وسوځېدله چې د ۱۰۵ منډو په ستر توپير يې ماته وخوړه.

د دوی له لوري محمد نایم ۱۷، محمد شهزاد ۱۳ او محمد نبي ۱۱ منډې وکړې.

د کومیلا واریرز له لوري الامین حسېن ۳، سومیه سرکار او سنزمل اسلام ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه داسون شناکا ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې تر دې مخکې د بنګله دېش تجارتي لیګ په لومړۍ لوبه کې د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې د سیلهټ تهنډرز لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …