کورپاڼه / روغتيا / هغه ویټامین چې بدن ورته په ژمي کې ډېره اړتیا لري

هغه ویټامین چې بدن ورته په ژمي کې ډېره اړتیا لري

د ژمي موسم، چې نور په رانږدې کېدو دی، له ځان سره يو شمېر ناروغۍ هم راوړي، چې بیا په بدن کې د معدني موادو کمښت رامنځته کوي او دفاعي سیستم کمزوری کوي، نو ددې لپاره باید دا ویټامین پوره کړو، ترڅو خوندي پاتې شو.

ويټامين سي:
ویټامین سي یو له ډېرو اړینو ویټامینونو څخه دي، چې یو ډول انټي اکسیدانت هم دي، نو که چېرته د بدن ویټامین سي پوره وي، نو دفاعي سیستم به مو پیاوړی او د یو شمېر موسمي ناروغیو لکه تبه، سينه بغل او آنفلوآنزا او نورو څخه به خوندي یو.

ويټامين ډي:
ویټامین ډي هم د بدن له اړینو ویټامینونو څخه دي، چې دا هم د دفاعي سیستم او مجموعي روغتیا ته خورا ګټور وي، که چېرته ددې ویټامینو له کمښت سره مخ شو نو د هډوکو د ستونزو ترڅنګ نورې ستونزې هم پیدا کوي، دا ویټامین د یو شمېر غذایي توکو ترڅنګ د لمر له وړانګو هم ترلاسه کېږي.

ويټامين اي:
ویټامین بیا د پوستکي د روغتیا لپاره خورا اړین وي، لکه څنګه چې د ژمي سپوره او وچه هوا پر پوستکي اغېز کوي نو که چېرته بدن د اړتیا وړ ویټامین اي ولري نو دا ستونزه به نه پیدا کېږي. دا ویټامین په غوښته، ماهي، بادام او نورو خوړو کې پيدا کيږي.

ويټامين ب کمپلکس:
ویټامین بي کمپلکس هم له خورا اړینو ویټامینونو څخه دي، دا ویټامین کاربوهایډریټ په انرژۍ بدلوي او بدن ته ځواک ورکوي او ترڅنګ یې د وېرې او نا آرامۍ احساس هم له منځه وړي.

امیګا تري:
دا یو ډول شحمي اسیدونو دي، چې د وینې د غوړو کچه برابره ساتي، ډېر شمېر هغه کسان چې د عضلو درد لري، هغوی دې له امیګا تري ګټه پورته کړي. دغه راز بشپړه اندازه اوبه وڅښو او د خپلې روغتیا ښه ساتنه وکړو.

دا هم ولولئ

پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

حساسیت یوه داسې ناروغي ده چې کوم ځانګړی موسم نلري، بلکې هر وخت پېښېدلی شي. …