کورپاڼه / روغتيا / د قبضیت ناروغۍ د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

د قبضیت ناروغۍ د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

هغه خوراکي توکي چې په زیاته اندازه فایبر لري د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، کولمو ته ګټه رسوي او د قبضیت له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.

روغتیاپالان وایي، هغه خواړه چې په زیاته اندازه پروټين او غوړ لري، د قبضیت ناروغۍ خطر ډېروي او چې یو شمېر نورو خطرناکو ناروغیو لامل هم کېږي. دغه راز په لږه اندازه اوبه څښل هم د قبضیت له لاملونو څخه ګڼل کېږي.

روغتیاپالان زیاتوي، که غواړئ چې له دغې ځورونکې ناروغۍ ځان وژغورئ، نو د سړو مشروباتو پرځای سبزيجاتو ته وکاروئ او له هغه خوړو، چې ډېر پاخه شوي وي او غوښې له خوړلو سربیره د مصنوعي توکو لکه چاکلیټ څخه ډډه وکړئ.

دغه راز له ذهني فشار څخه ځان ساتل، ډېرې اوبه څښل او هره ورځ ورزش کول هم د یادې ناروغۍ مخنیوی کوي. ځکه چې روغتیاپالان د قبضیت عمده لاملونه د پښو پر سر ډېر کیښناستل او په مناسبه اندازه د میوه جاتو او سبزیجاتو نه خوړل په ګوته کوي.

هغوی وایي، قبضیت هغه ناروغي ده چې له پيدا کیدو سره سم د وقایي او پرهیز په وسیله ښه کیدلی شي، خو که شرایطو واوړي، نو ښه لاره یې د ډاکتر په مشورې د نوعیت له معلومولو وروسته جراحي عملیات په وسیله تداوي شي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …