کورپاڼه / اسعار / ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۸ عقرب ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۹۱.۲۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ کې ۴۵ پوله زیاتوالی راغلی او د (۱۸ عقرب ۱۴۰۰ \ ۹ نومبر ۲۰۲۱) د سې شنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۹۱.۴۵ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۰۴.۷۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۲۰.۳۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۹۸ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۶۵.۸۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۷۳ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۳.۷۰ افغانۍ، د ناروې کرون ۱۰.۳۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۱۰.۲۵ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۳.۹۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۴.۳۵ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۹۰ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۳.۷۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۲۵ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۹.۷۰ افغانۍ، د چین ین په ۱۳ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۳۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۶۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۰۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۶ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۴ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۹۶ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ …