کورپاڼه / بېلا بېل / هند کې د غواګانو لپاره هم د امبولانس سروس شروع کېږي
غوا

هند کې د غواګانو لپاره هم د امبولانس سروس شروع کېږي

د هند د اتراپردېش ایالت اعلی وزیر اعلان کړی دی، چې د ناروغو غواګانو لپاره به هم په دغه هېواد کې په لومړي ځل د امبولانس سروس پیل کړي.

د هندي رسنیو راپورونو په وېنا، د اترپرادیش ایالت حکومت وايي، چې د سختو ناروغو غواګانو لپاره د دوی د امبولانس سروس کارونه بشپړ شوي دي.

د دغه ایالت اعلی وزیر لکشمي ناراین چودري رسنیو ته ویلي دي، چې لکه د انسانانو په څېر، د غواګانو لپاره به هم امبولانسونه وي او هغه غواګانې چې سختې ناروغې وې، د دغه امبولانسونو په مرسته به روغتونونو ته رسول کېږي.

لکشمي ناراین چودري وايي، چې د دغه غواګانو د امبولانس لپاره یې ۵۱۵ شمېره ځانګړې کړې ده. په دغه امبولانس کې به یو ډاکټر او دوه مرستیالان یې هم وي او له ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو کې به د ناروغې غوا خواته ځان رسوي.

یاد وزیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي، چې د دې لپاره په لکهنو کې یو دفتر هم جوړېږي، چې په دسمبر میاشت کې به پیل شي او دا امبولانس سروس به له همدغه ځای څخه کنټرولېږي.

دا هم ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې …