کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ چيرمېن رسمي فېسبوک او خپرېدونکي درواغ راپورونه
فرهان يوسفزى

د کرکټ بورډ چيرمېن رسمي فېسبوک او خپرېدونکي درواغ راپورونه

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان بدل او د هغه پر ځاى يې پخوانى لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکه، خو تر دغه پرېکړې وروسته د اصغر افغان پر ضد غبرګونونه راپورته شول او د نورو خلکو تر څنګ پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب هم هغه خاين ياد کړ او وې ويل چې تر څو هغه لوبډلمشر وي، ملي لوبډله کې به ونه لوبېږي.

خو له پرون راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ځينې پوسټونه په فېسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې ښکته پورته کېږي، چې په ځينو خو يې يو شمېر خبري وېبپاڼو راپورونه هم جوړ کړي دي، خو د دغه خبرو د تصديق هڅه يې نه ده کړې.

کله چې خپلواک وېبپاڼې په اړه لټه وکړه، نو معلومه شوه چې د کرکټ بورډ چيرمېن په نوم ډېرې جعلي فېسبوکپاڼې جوړې شوې دي، چې له هماغه فېسبوکپاڼو داسې پوسټونه کېږي، چې ګوا کې د کرکټ بورډ له چيرمېن له لوري شوي دي او همدا راز ځينې خبريالان او خبري وېبپاڼې يې هم رااخلي، چې په اصل کې دغه پاڼې جعلي دي.

په همدې لړ کې چې کله موږ معلومات وکړل، نو معلومه شوه چې د کرکټ بورډ چيرمېن يوازينۍ رسمي فېسبوکپاڼه ده چې له ٣٣ زرو څخه زيات لايکونه لري او له هغه پرته ټولې پاڼې او اکاونټونه جعلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې هم يو ځل د کرکټ بورډ د چيرمېن فرهان يوسفزي دغه فېسبوکپاڼه له خلکو سره شريکه شوې وه، تر څو خلک وکولاى شي چې د جعلي پاڼو له لوري خپاره شوي بې اساسه شيانو باندې يقين ونکړي، نو موږ هم په همدې خاطر تاسې سره دلته د کرکټ بورډ چيرمېن رسمي او جعلي پاڼې شريکوو.

د فرهان يوسفزي په نوم جوړې شوې جعلي فېسبوکپاڼې او اکاونټونه:

په لاندې انځور کې چې تاسې د فېسبوک کومه پاڼه وينئ چې د (Farhan Yousafzai فرحان يوسفزي) په نوم جوړه شوې ده، دا جعلي پاڼه ده. لومړى خو دا چې د کرکټ بورډ چيرمېن خپل نوم دغه ډول نه ليکي او دوهم دا چې له دې پاڼې کوم پوسټونه کېږي، که د هغې متن ته تاسې وګورئ، نو د پاکستان په اردو ژبې کيبورډ يا تورو کې ليکل شوي وي.

لينک: https://www.facebook.com/Farhan.Yousafzai.chairman.afghanistan/?ref=br_rs

د فرهان يوسفزي جعلي پاڼه ١

په لاندې انځور کې چې تاسې د فېسبوک کوم اکاونټ سکرين شاټ ګورئ، چې د فرحان يوسفزي په نوم جوړ شوى دى او په پښتو کې ورسره (رسمي اکاونټ) هم ليکل شوي دي، دا هم جعلي اکاونټ دى، ځکه زموږ د معلوماتو تر مخه، د کرکټ بورډ چيرمېن هېڅ اکاونټ نه لري او يوازې رسمي فېسبوکپاڼه لري.

لينک: https://www.facebook.com/farhan.yousufzai.12

د فرهان يوسفزي جعلي پاڼه ٢

په لاندې سکرين شاټ کې يو بل اکاونټ وينئ چې د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي په نوم جوړ شوى دى، خو د يادولو ده چې دغه اکاونټ هم جعلي دى.

لينک: https://www.facebook.com/farhan.yousafzai.547389

د فرهان يوسفزي جعلي پاڼه ٣

همدا راز داسې نور ډېر اکاونټونه او فېسبوکپاڼې هم شته، چې د کرکټ بورډ چيرمېن په نوم جوړې شوې دي، خو ټولې جعلي دي او هر څوک چې يې چلوي، هغوى چې له ځانه هر څه وغواړي، هماغه خپروي، لکه په پورته اکاونټونو کې چې تاسې ليدلى شئ، چې ځينې داسې پوسټونه ترې شوي دي، چې هغه د ځينو خبري وېبپاڼو سرټکي هم ګرځېدلي دي، خو په اصل کې دغه ټول درواغ دي.

د کرکټ بورډ چيرمېن اصلي او رسمي فېسبوکپاڼه:

په لاندې سکرين شاټ کې تاسې چې کومه فېسبوکپاڼه وينئ، دا د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي يوازينۍ رسمي فېسبوکپاڼه ده چې د دې پاڼې په اړه د افغانستان کرکټ بورډ د رسمي فېسبوکپاڼې له لوري هم خبر ورکړل شوى و، تر څو د جعلي پاڼو مخنيوى وشي.

لينک: https://www.facebook.com/farhanyusefzaiOfficial/

د فرهان يوسفزي اصلي پاڼه

د نومبر په ١٥مه نېټه باندې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي دغه فېسبوکپاڼه هم خپره شوې وه، تر څو خلک د هغه اصلي او جعلي پاڼې وپېژني او په هغه پورې تړل شوې درواغ خبرې خپرې نه کړي.

د يادولو ده چې د نوموړي په اړه مو دا راپور له تاسې سره ځکه شريک کړ، چې له پرون راهيسې ډېر جعلي او درواغ خبرونه په ټولنيزو رسنيو کې خپرېږي، چې ځينو خبري سرچينو پرې راپورونه هم ليکلي دي، خو زموږ د معلوماتو تر مخه، هغه ټول بې اساسه دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …