کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د ماهي او چرګ غوښه یوځای خوړل څنګه وي؟

په ژمي کې د ماهي او چرګ غوښه یوځای خوړل څنګه وي؟

د ژمي په موسم کې د ماهي غوښه او د چرګانو سوپ هغه خوراکونه دي، چې هر د څوک یې خوښوي ځکه چې بدن ګرموي او زکام او نزلې په کابو کولو کې هم هم خورا اغېزمن تمامېوي، خو که یوځای وخوړل شي نو یوه بله لویه ګټه هم لري.

د ماهي غوښه د اومیګا تري شحمي اسیدونه لري چې د بدن د غوړو په کمولو او د زړه د جدي ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي. که چېرته د چرګ او ماهي غوښه یوځای وخوړل شي، نو د مفصلونو او هډوکو د درد مخه نیسي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

دغه راز د وایروسي انتاني ناروغیو پر وړاندې هم خونديتوب رامنځته کوي او ترڅنګ یې په ژمي کې د پوستکي له ستونزو او د ویښتو د پخې یا سپوروالي په پاکولو کې مرسته کوي.

د چرګ غوښه، چې د پروټین یوه مهمه منبع ده، د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د یو ډول امینو اسید (ټریپټوفان) شتون یې زموږ بدن آراموي.

د چرګ غوښه خوړل په دماغو کې د سیروټونین کچه ډېروي، چې طبیعت ښه کوي او د ویټامین بي۶ او پرا ډای اکسین میتابولیزم تېزوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …