کورپاڼه / کرکټ / شاهین افریدی د کرکټ نړیوالې شورا له لورې جریمه شو

شاهین افریدی د کرکټ نړیوالې شورا له لورې جریمه شو

د پاکستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهین افریدي د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د کرکټ نړیوالې شورا له کړنلارې څخه په سرغړونه جریمه شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، شاهین افریدي د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د کرکټ نړیوالې شورا له اخلاقو یا کرنلاړې سرغړونه کړې وه، چې د کرکټ نړیوالې شورا جریمه کړ.

شاهین افریدي په یاده لوبه کې بنګله دېشی توپ وهونکی عفیف حسین په توپ، په داسې حال کې وویشت چې هغه په کریس کې دننه و، چې آی سي سي د لوبې پنځلس سلنه جریمه کړ.

کله چې عفیف حسین د لوبې میدان ته راښکته شو، نو په لومړي توپ یې پر شاهین افریدي په زړه پورې شپږیزه ووهله، خو ورپسې توپ یې ځای پرځای بالر ته ودراوه، چې پرې ترو وکړه او و یې ویشت.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې د کرکټ نړیوالې شورا حسین علي تخ هم د غلطو اشارو په کولو اخطار ورکړی و.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …