کورپاڼه / هنر او کلتور / ایا عامر خان د دریم ځل لپاره واده کوي؟
عامر خان

ایا عامر خان د دریم ځل لپاره واده کوي؟

د هندي سینما د مخکښ هنرمند عامر خان په اړه په هندي رسنیو کې داسې خبرونه خپرېږي، چې هغه د دریم ځل لپاره واده کوي، نوموړي خپله دویمه مېرمن څو میاشتې مخکې طلاقه کړې وه.

عامر خان چې په هندي سینما کې یو له سترو اداکارانو څخه دی، په دې وروستیو کې هغه د فلمونو ترڅنګ د طلاق له وجې هم په رسنیو کې ښکته پورته کېږي.

نوموړي د روان کال د اګست په میاشت کې خپله دوېمه مېرمن کرن راو طلاقه کړه، چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه دغه طلاق د هغه مینه وال ډېر حېرانه کړل. عامر خان او کرن راو په ۲۰۰۵ کال کې واده کړی و او دواړو د ازاد راو خان په نوم یو زوی هم درلود، د دواړو جوړي په بالیووډ کې ډېره مشهوره وه.

کرن راو د عامر خان دویمه مېرمن وه، د هغه لومړۍ مېرمن رینا دتا وه، چې عامر خان ترې دوه اولادونه، ایرا خان او جنید خان لري، د هغه لومړی واده هم په طلاق پای ته رسېدلی و.

خو اوس داسې خبرونه خپرېږي چې عامر خان د دریم ځل لپاره واده کوي، په خبرونو کې ویل شوي دي چې عامر خان به د خپل راتلونکي فلم (لال سینګ چډها) د نندارې ته وړاندې کېدو وروسته د واده اعلان وکړي. هغه له دې امله اوس د واده په اړه څه نه وايي چې په فلم یې کوم اثر ونکړي.

د یادولو ده چې د عامر خان د طلاق وجه خلکو د هغې د (دنګل) فلم اداکارې فاطمه ثنا شېخ ګرځولې وه او ویل کېدل چې د دواړو ترمنځ اړیکې دي او ښايي واده وکړي.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …