کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کیم کاردیشین ۱۳۰ افغانان په خپل مصارف له افغانستان ایستلي او نور هم وباسي
کیم کاردیشین

کیم کاردیشین ۱۳۰ افغانان په خپل مصارف له افغانستان ایستلي او نور هم وباسي

د امریکا مشهورې موډلې کیم کاردیشین په خپل شخصي مصارف د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې په ګډون ۱۳۰ تنه افغانان له افغانستان څخه برېتانیې ته ایستلي دي، چې نوموړې اوس غواړي ځینې نور افغانان هم په خپل شخصي مصارف باندې وباسي.

په دغه کسانو کې د فوټبال ۳۰ تنه لوبغاړې وې او د هغوی کورنۍ هم ورسره وې، چې ټول ۱۳۰ تنه کېدل او لندن ته نږدې د سټانسفیډ هوايي ډګر کې د شنبې په ورځ کوز شول.

امریکا او برتانیا ډېری افغانان له کابل هوايي ډګر څخه ایستلي و، خو د فوټبال ښځینه لوبډله په افغانستان کې پاتې شوې وه، چې وروسته بیا پاکستان ته لاړه او له هغه ځایه برتانیې ته ورسول شول.

د کیم کاردیشین سره د دغه افغانانو په ایستلو کې د برتانیې فوټبال کلب او د امریکا ربي هم مرسته کړې وه، چې ټولو په ګډه باندې دا کار کړی و.

د ځینو سرچینو له قوله، کیم کاردیشین غواړي، چې یو شمېر نور هغه افغانې ښځې، چې په افغانستان او یا هم نږدې هېوادونو کې دي، له دغه ځایونو څخه برتانیې او امریکا ته وباسي.

دا هم ولولئ

ایوش شرما: سلمان خان د واده کولو لپاره وخت نه لري

د سلمان خان د خور خاوند او په (انتم) فلم کې د هغه همکار ایوش …