کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې دریمه بریا هم ترلاسه کړه

د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې دریمه بریا هم ترلاسه کړه

د ټي ټین په شپږمه لوبه کې دوه افغان ولوبېدل، چې نوین الحق دوه ویکټې ترلاسه کړې او حمید حسن ۱.۵ توپونه وکړل او ټپي شو او لوبه ابوظهبۍ وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۶مه لوبه د ټیم ابوظهبۍ او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۷ منډې وکړې، چې له ډلې اودین سمیت ۳۴ او ونیندو هسرنګا ۳۰ منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لخوا نوین الحق او پیډل ایډوارډ دوه-دوه، لیام لیونګسټون، مرچنټ دی لانګی او ډانی بریګس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۹۷ منډو هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په د وروستي اور په توپ ترلاسه کړ او دکن ګلیډیټرز ته یې په څلور ویکټو ماتې ورکړه.

د ټیم ابوظهبۍ لپاره لیام لیونګسټون ۲۱ او جیمي اورټن ۳۳ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې، د دکن ګلیډیټرز لخوا ونیندو هسرنګا څلور، وهاب ریاض او اودین سمیت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …