کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د لومړۍ ورځ په پای ته رسېدو ۲۶۷ منډې وکړې

سریلانکا د لومړۍ ورځ په پای ته رسېدو ۲۶۷ منډې وکړې

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په لومړۍ لوبه او ورځ سریلانکا ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او ۲۶۷ منډې یې وکړې.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګاللي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې ډېر ښه پیل واخیست او دواړو پیلیزو توپ وهونکي تر ډېره پورې په کریس پاتې شول او غوره لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.

سریلانکا لوبډلې د لومړۍ ورځې ۸۸ اورونه په لوبولو سره درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۷ منډې یې جوړې کړې، چې سبا ورځ به هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

د سریلانکا په سوځېدلو لوبغاړو کې پاتوم نېسانکا ۵۶ ترټولو زیاتې منډې وکړې او دیموت کرونارتني ۱۳۲ او دننجایا ډي سلوا په ۵۶ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي. د ویست انډیز لپاره روسټن چیس دوه او شانون ګبریل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …