کورپاڼه / ريکارډونه / روهېت شرما په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویرات کوهلي ریکارډ مات کړ

روهېت شرما په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویرات کوهلي ریکارډ مات کړ

د هند کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو اوسني لوبډلمشر روهېت شرما د خپلې لوبډلې د پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي ریکارډ مات او پخپل نوم کړ.

روهېت شرما په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړی لوبغاړو شو، چې ترټولو زیاتې نیمه سلیزې وهي، نوموړي په ۱۱۹ لوبو کې د ۳۰ نیمه سلیزو په وهلو سره لومړی مقام خپل کړ.

په دې نوملړ کې دویم نوم د ویرات کوهلي دی، هغه په ۹۵ لوبو کې ۲۹ نیمه سلیزې وهلي دي. دریم مقام بیا د پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم سره دی، هغه په ۶۹ لوبو کې ۲۵ نیمه سلیزې وهلي دي.

څلورم مقام له ډیویډ وارنر سره دی، هغه په ۸۸ لوبو کې ۲۲ نیمه سلیزې وهلي دي، ورپسې پنځم له مارټن ګوپټل سره دی، هغه په ۱۱۲ لوبو کې ۲۱ نیمه سلیزې وهلي دي.

د یادونې وړ ده، چې په نړیوال شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې مارټن ګوپټل کړي، هغه تر دا مهال ۳۲۴۸ منډې جوړې کړي. ویرات کوهلي د ۳۲۲۷ منډو په لرلو دویم او روهېت شرما د ۳۱۹۷ منډو په لرلو دریم مقام لري.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …