کورپاڼه / خبرونه / ډاکټر عبدالله د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د هڅو ستاینه کړې

ډاکټر عبدالله د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د هڅو ستاینه کړې

د ملي مصالحې شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي لوبډلې د تقاعد شوي لوبډلمشر اصغر افغان سره لېدنه کړې او د هغه له هڅو یې مننه او ستاینه کړې.

ډاکټر عبدالله پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((نن مې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني کپتان ښاغلي اصغر افغان له هڅو او زحمتونو څخه ستاینه او قدرداني وکړه.))

عبدالله عبدالله لیکلي دي چې اصغر افغان له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې په بریاوو کې مهم رول لوبولی او د خپلو هڅو پرمټ یې ډېر ویاړونه او لاسته راوړنې لرلي دي.

ډاکټر عبدالله زیاته کړې:((ښاغلي اصغر افغان او ښاغلي نوروز منګل د هېواد د کرکټ له لومړنیو لوبغاړو څخه دي، چې له نورو همکارانو سره په ګډه یې په سختو شرایطو او کمو امکاناتو سره د افغانستان نوم په نړیوال ډګر ځلولی دی.))

نوموړی اصغر افغان او نوروز منګل ته د ژوند په ټولو چارو کې د بریا هیله کړې او د اصغر افغان د پرېکړې، چې خپل ځای ځوانانو ته پرېږدی، هرکلی کړی دی.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …