کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ډیلي بولز لوبډلې بله بریا هم خپله کړه

د ډیلي بولز لوبډلې بله بریا هم خپله کړه

د ټي ټین په اوومه لوبه کې افغانو لوبغاړو رحمن الله ګربز ۲۶ منډې وکړې، فضل الحق فاروقي دوه اورونو کې ۲۱ او ګلبدین نایب په ۲ توپونو ۱۴ منډې ورکړې او لوبه ډیلي بولز وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۷مه لوبه د چینای بریویس او ډیلي بولز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د ډیلي بولز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د چینای بریویس لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې، چې له ډلې بهانکا راجاپاکسا ۶۴، مارک دیال ۲۹ او روي بوپارا ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډیلي بولز لخوا رومایرو شیفرډ او شیراز احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ډیلي لوبډلې د ۱۲۵ منډو هدف د پنځه لوبغاړو په سوځېدو په د وروستي اور په توپ ترلاسه کړ او چینای بریویس لوبډلې ته یې په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

د ډیلي بولز لپاره رحمن الله ګربز ۲۶، ډیوین براوو ۴۳ او ایون مورګن ۲۶ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې، د چینای بریویس لخوا مناف پټېل او رومن واکنر دوه او کریټس کمفیر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …