کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د نیوزیلېنډ لوبډله کلین سوېپ کړه

هند د نیوزیلېنډ لوبډله کلین سوېپ کړه

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ دریمه لوبه هم هندۍ لوبډلې پخپله ګټه پای ته ورسوله او نیوزیلېنډ ته ۳-۰ پر وړاندې ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د هند په کوربتوب ترسره شوه، په پیل کې هند کرکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هند په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې، چې له ډلې روهېت شرما ۵۶، ایشان کېشن ۲۹ او سریاس ایر ۲۵ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ له لورې میچل سینټنر غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز ایش سودي، لوکي فرګوسن، ادم میلن او ټرینټ بولټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نیوزیلېنډ د ۱۸۵ منډو هدف په په تعقیب ۱۱۱ منډې وکړې او په ۷۳ منډو یې لوبه وبایلله، چې له لورې یې مارټن ګوپټل ۵۱ تر ټولو زیاتې منډې وکړې، د هند لپاره اکشر پټېل درې، هرشل پټېل دوه، وینکټیش ایر، یوزیندرا چاهل او دیپک چاهار یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …