کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ټي ټین لیګ ۸مه لوبه بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین لیګ ۸مه لوبه بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین په اتمه لوبه کې دوه افغان لوبغاړي حضرت الله ۱۷ منډې وکړې او کریم جنت ۱۶ منډې یې وکړې او یوه ویکټ یې هم واخیست او لوبه ډیلي بولز وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۸مه لوبه د نارترن واریرز او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د بنګله ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نارترن واریرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې رومن پاول ۶۳، معین علي ۲۴ او سمېت پټېل ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لخوا کریم جنت، ایسرو اوډانا، لوک ووډ او جیمس فولکنیر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د بنګله ټایګرز لوبډلې د ۱۲۷ منډو هدف د پنځه لوبغاړو په سوځېدو په د وروستي اور کې ترلاسه کړ او نارترن واریرز لوبډلې ته یې په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله ټایګرز لپاره حضرت الله ځاځي ۱۷، ویل جاکس ۵۷ او بینی هاول ۳۵ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې، د نارترن واریرز لخوا عمر علي، ریاد ایمرت، ابهیمانو متن، سمیت پټېل او عمران طاهر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …