کورپاڼه / روغتيا / انګور د وینې د غوړو یا کلیسترولو د کابو کولو غوره ذریعه ده

انګور د وینې د غوړو یا کلیسترولو د کابو کولو غوره ذریعه ده

انګور یوه بشپړه غذا ده او په ویټامین ای، ویټامین سي، کلسیم، اوسپنه او پوتاشیم سره بډایه ده. دا هغه مېوه ده چې الله جل جلاله په قرانکریم کې ورته اشاره کړې ده، نو ځکه انګور د طبیعت له غوره نعمتونو څخه ګڼل کېږي.

انګور ۴ سلنه فایبر، یو سلن پروټین، ۳ سلنه کالوري، ۱۸ سلنه ویټامین کی، ۱۸ سلنه ویټامین سي، ۵ سلنه تایمین، ۴ سلنه ویټامین بي۶، ۵ سلنه پوتاشیم، ۶ سلنه مس، ۲ سلنه مګنیزیم او ۴ سلنه ویټامین لري.

انګور د شکرې ناروغانو هم کارولی شي ځکه چې دا د وینې د شکر کچه ټیټوي. انګور ډېر ډولونه لري چې شنه، سره، نیلي رنګه، تور او ارغواني رنګونه لري او وچه مېوه مویز یا کشمش هم ترې جوړېږي.

دا میوه د مختلفو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ، د معدې ناروغۍ، د وینې فشار، شکرې او داسې نورو لپاره ګټوره ده. سربیره پردې د ظاهري ښکلا لپاره هم ګټور ګڼل کیږي، چې د مخ ښکلا او د ویښتو وده او نور پکې شامل دي.

که د وینې لوړ فشار لرئ، هره ورځ انګور وخورئ ځکه چې دا کولیسټرول په کابو کولو کې مرسته کوي او هغه کسان چې د کولیسټرولو ستونزه لري، هغوی باید هره ورځ انګور استعمال کړي. څیړنو ښودلې چې په ورځ کې د یو پونډ انګورو خوړل د کولیسټرولو په کابو کولو کې خورا ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …