کورپاڼه / کرکټ / شعیب ملک به نن د لوبې برخه نه وي؛ زوی یې ناروغ دی

شعیب ملک به نن د لوبې برخه نه وي؛ زوی یې ناروغ دی

د پاکستان کرکټ لوبډلې تکړه لوبغاړی شعیب ملک نن د خپل زوی د خرابې روغتیا له امله شل اوریزه لوبلړۍ پریږدي، نن به د بنګله دېش پر وړاندې د دریمې شل اوریزې نړیوالې لوبې لپاره په لوبډله کې شتون ونلري.

د رسنیو د راپورونو له مخې، شعیب ملک به په ځایي وخت لس بجې له ډاکې څخه دوبۍ ته روان شي او غرمه به د بنګله دېش پر وړاندې د لوبلړۍ وروستۍ لوبه وکړي.

بل لوري ته د پاکستان ورو توپ اچونکي، عماد وسیم او عثمان قادر به څو ورځې له خپلو کورنیو سره په دوبۍ کې پاتې شي او بیابه له هغې وروسته پاکستان ته ستانه شي.

پاکستان له دې وړاندې په دواړو شل اوریزو لوبو کې کوربه بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه، که چېرته په دې لوبه کې هم ماتې ورکړي، نو پخپل کور کې به کلین سویپ شي.

همدا راز د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه ټیسټ لوبې هم ترسره شي، چې لومړۍ ټیسټ لوبه به د نومبر په ۲۶مه او دویمه به د دسمبر په ۴مه ترسره شي.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …