کورپاڼه / جالب / یو شخص خپلې محبوبې ته د مینې ثابتولو لپاره له خپلو غاښونو هار جوړ کړی

یو شخص خپلې محبوبې ته د مینې ثابتولو لپاره له خپلو غاښونو هار جوړ کړی

ښايي دا خبره مو ډېره اورېدلې وي چې مينه ړنده وي، خو نن به يې د يوې داسې ژوندۍ بېلګې په اړه درته ووايو، چې په لوستلو به يې خامخا هک پک شئ.

هو، نن درته د یوه داسې سړي په اړه معلومات درکوو، چې د خپلې محبوبې لپاره یې ۳۲ واړه غاښونه ایستلي، ترڅو هغه پخپله مینه او وفادارۍ باوري کړي او دا کار یې هغه وخت کړی کله چې هغې پرې شک وکړ.

د کیک په نوم هلک او لیزا یوازې څلور میاشتې وړاندې سره ولیدل او ملګري شول، خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دواړو ترمنځ خبرې اترې بندې دي او نجلۍ د هلک له خوا ورته استول شوي پیغامونو او زنګونو ته ځواب نه دی ورکړی.

یوه ورځ لیزا زنګ پورته کوي او کیک ورنه غوښتنه کوي چې د وروستي ځل لپاره ورسره وګوري، بیا دواړه په مشوره یو ریستورانت ټاکي او هلته ځي.

هلته کیک، لیزا ته له خپلو غاښونو جوړ شوی هار وړاندې کوي، هغه داسې فکر کوي چې دا مصنوعي غاښونه دي خو وروسته کله چې خاندي نو حقیقت ورته ښکاره کېږي. خو له دې هر څه سربېره لیزا هلک ته د لېوني ګومان کوي او اړیکه ورسره پرې کوي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …