کورپاڼه / ريکارډونه / د نیوزیلېنډ پر وړاندې په لوبلړۍ کې روهېت شرما ټولټال شل شاوخوا ریکارډونه جوړ کړل

د نیوزیلېنډ پر وړاندې په لوبلړۍ کې روهېت شرما ټولټال شل شاوخوا ریکارډونه جوړ کړل

د هند کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو اوسني لوبډلمشر روهېت شرما د نیوزیلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ کې د خپلې لوبډلې او ځان لپاره یو شمېر ریکارډونه جوړ کړي، چې دلته به ترې لنډه یادونه وکړو.

۱- روهېت شرما په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړی لوبغاړی چې تر ټولو زیاتې ۳۰ نیمه سلیزې وهي.

۲- لومړی اسیایي لوبغاړی شو، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۵۰ شپږیزې وهي.

۳- لومړی هندي لوبغاړی چې ۴۵۰ شپږیزې وهي.

۴- په لږو پاڼیو کې ۴۵۰ شپږیزې وهل.

۵- په لږو شل اوریزو کپونو کې ۵۰ شپږیزې وهل.

۶- یوولس ځلې پنځه یا شپږ شپږیزې وهل.

۷- لومړی لوبغاړی شو چې په ګټلو شویو لوبو کې یې ۲۵۰۰ منډې جوړې کړي.

۸- زیاتې منډې یې د چټک توپ اچونکو پر وړاندې جوړې کړي.

۹- زیاتې شپږیزې یې په کیڼ لاسو توپ اچونکو وهلي.

۱۰- ډېر ځلې یې د خپلې لوبډلې په ګټه غوره منډې کړي.

۱۱- لومړی هندي لوبډلمشر شو چې درې ځلې یوه لوبډله په شل اوریزه لوبلړۍ کې وایټ واش کوي.

۱۲- لومړی هندي لوبډلمشر دی، چې په دوو شل اوریزو لوبلړیو کې لس-لس شپږیزې وهي.

۱۳- لومړی هندي لوبډلمشر شو، چې په دوو لوبلړیو کې له ۱۵۰ زیاتې منډې جوړوي.

۱۴- لومړی هندي لوبغاړی دی، چې د (M.O.S) جایزه اخلي.

۱۵- لومړی هندي لوبغاړی شو، چې په پرلپسې ډول په شپږو لوبو کې له ۳۰-۳۰ پورته منډې جوړوي.

۱۶- لومړی لوبغاړی شو چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ منډې جوړوي.

۱۷- لومړی لوبډلمشر شو چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې ۳۰۰ منډې جوړوي.

۱۸- لومړی اسیایي لوبډلمشر دی چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې څلور ځلې نیمه سلیزې وهي.

۱۹- د لوبډلمشر په توګه یې د ګټې سلنه ډېره ده.

۲۰- په شل اوریزو لوبو کې یې ډېر ځلې غوره ملګرتیا کړې.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …