کورپاڼه / اسلام / ((اسلام زما ژوند وژغوره)) د یوې نڅاګرې عیسایۍ د مسلمانېدو کیسه
پرسیفون

((اسلام زما ژوند وژغوره)) د یوې نڅاګرې عیسایۍ د مسلمانېدو کیسه

د پرسیفون رضوي په نوم دا نجلۍ چې د الکولو او پارټۍ (د کلبونو پارټۍ یا نڅاګانو) ډېره شوقۍ وه، څنګه مسلمانه شوه، په دې اړه یې د بي بي سي په یو مستند فلم کې خبرې کړې دي.

هغه وايي، چې تر ډېره به یې شپې په کلبونو کې تېرېدې او کله چې به له کلب څخه راووتله، نو د کوم ملګري په کور کې به یې تر سهاره نڅاوې کولې، الکول به یې څکول او چې بیا غرمه مهال له خوبه راپورته شوه، نو ټوله ورځ به یې په سر درد و.

هغه وايي چې یوه بې پروا نجلۍ وه، داسې کالي به یې اچول چې د خلکو پام جلب کړي، د دغه ډول کالیو له وجې به خلکو تنګوله هم، سیګریټ به یې هم ورغورځول او کله چې دا هر څه له حده زیات شول، نو هغه هم مجبوره شوه چې د بل څه په اړه فکر وکړي.

پرسیفون وايي، چې د پوهنتون له شروع کولو یو کال مخکې یې په یو دفتر کې کار کولو او هلته ورسره د حلیمې په نوم یوه مسلمانه نجلۍ ملګرې شوه، دا لومړی ځل و چې هغه د اسلام نه خبره شوه او د چېلنج په توګه یې د حلیمې سره روژې هم ونیولې، په داسې حال کې چې د اسلام په اړه یې هېڅ معلومات نه لرل او مسلمانه شوې هم نه وه.

پرسیفون ۱

هغه وايي، د ۳۰ روژو نیولو لپاره هغې ځانته چېلنج ورکړی و، خو په دې دوران کې به هم کلبونو ته تلله، الکول به یې څکول، په دغه وختونو کې یې داسې فکر نه و کړی، چې هغه به مسلمانه شي.

نوموړې وايي، چې همدغه ۳۰ روژو نیولو هغه په دې فکر مجبوره کړه، چې اسلام مطالعه کړي. هغه وايي چې پلار یې یو تورپوستی برېتانوي دی او هغه به هر وخت کلیسا ته تللو، دا به هم مور کلیسا ته بوتلله، تر څو د خپل دین او مذهب په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو کله یې هم پرې فشار نه و راوړی.

پرسیفون رضوي وايي، کله چې یې پوهنتون پیل کړ، نو هغه وخت یې بیا د اسلام په اړه مطالعه پیل کړه، خو دا هر څه داسې ناڅاپي وشول، چې هغې د دې لپاره پلان نه و کړی او کله چې یوه ورځ هغې سکارف (د حجاب یو ډول) کړی و او خپل کور ته لاړه، نو مور و پلار یې حېرانه شول، خو خپه نه شول او هغې ځینې پوښتنې هم راپورته کړې، تر څو زه په غلطه لاره خو نه یم روانه شوې.

نوموړې وايي، چې تر دغه وخته پورې ما اسلام مطالعه کړی و، ځان مې مسلمان ګڼلو خو په رسمي ډول مې اسلام قبول کړی نه و، بیا یوه ورځ یو جومات ته لاړم او هلته مې د امام څخه یو شمېر پوښتنې وکړې، چې له هغه وروسته زه په رسمي توګه مسلمانه شوم او امام راته د مسلمانېدو مبارکي هم راکړه.

پرسیفون ۲

هغه زیاتوي، له مسلمانېدو وروسته ما خپل پخوانی لباس ترک کړ او داسې لباس مې غوره کړ چې د مسلمان لپاره سهي وي، همدا راز الکول مې پرېښودل، کلبونو ته تګ مې پرېښود او داسې ځایونو ته تګ مې هم پرېښود چې ښځې او سړي پکې یو ځای وي. ما په ټولنیزو رسنیو کې خپل نوم بدل کړ، خپل ټول هغه پخواني عکسونه مې ډیلیټ کړل، چې ماته نامناسبه ښکاره کېدل.

پرسیفون وايي، چې د هغې مور و پلار یې د هغې په دې پرېکړه سخت غبرګون ښکاره نه کړ او هغه یې قبوله کړه، هغه وايي چې اوس یې مور ورته داسې کالي جوړوي، چې هغه زما د اغوستو لپاره مناسب وي او د دې کار هغه ډېر پام کوي، چې داسې کوم کالي راته غوره نه کړي، چې هغه کالي زه نه اغوندم.

نوموړې وايي، چې زه اوس هم د اسلام مطالعه کوم، پوره کوشش کوم چې په بشپړه توګه اسلام تعقیب کړم، زه اوس وايم چې اسلام زما ژوند ژغورلی دی، زما مور و پلار که څه هم په ما کې ډېر بدلون لیدلی دی، خو دا بدلون هغوی ته هم داسې نه دی ښکاره شوی، چې زه دې له هغوی بدله یا بیله شوې یم.

دا هم ولولئ

نوي ساینسي هم د ږیرې پرېښودلو حیرانوونکې ګټې ومنلې

ږیره پرېښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی او د اسلام مبارک …