کورپاڼه / روغتيا / د ورځې دوه کېلې وخورئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د ورځې دوه کېلې وخورئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کېله، چې لویو او وړو د خوښې وړ میوه ده، په اړه یې د خوراکي توکو کارپوهان وايي، چې په ورځ کې د دوه کیلو خوړل د وینې د لوړ فشار په ګډون د ډیرو روغتیایي ستونزو مخه نیسي.

د طبي او خوراکي توکو کارپوهانو پر وینا، په یوه کېله کې ۱۰۵ یا ۸۹ کالوري (حجم پورې یې اړه لري)، ۷۵ سلنه اوبه، ۲۳ سلنه کاربوهایډریټ، ۱ سلن پروټین، ۹ سلنه پوتاشیم، ۳۳ سلنه ویټامین بي۶، ۸ سلنه مګنیزیم، ۳۱ سلنه فایبر او ۱۱ سلنه ویټامین سي شتون لري.

د کارپوهانو په اند، هره ورځ د کیلې استعمال د انسان په روغتیا حیرانوونکې اغیزې لري، چې له ډلې یې د هاضمې سیسټم ښه کوي، ذهني فشار کموي، که په ورځ کې دوه کیلې وخوړل شي، نو له دې میوې پوره ګټې ترلاسه کیدی شي.

په ورځني ډول باید دوه کیلې وخوړل شي او همدومره اندازه خوراک یې د اړتیا وړ تغذیه ترلاسه کولی شي او له دې زیات خوراک په اړه یې له یوه متخصص سره مشوره کول اړین وي.

هره ورځ دوه کېلې خوړل د بدن ویټامین پوره کوي، د انسولین، هیموګلوبین او امینو اسیدونو په تیارولو کې مرسته کوي، نوې حجرې جوړوي، لوړ فشار کابو کوي، د وینې فشار متوازن ساتي، وزن کموي، وینه پوره کوي، درد ختموي، ذهني فشار کموي او د پوستکي ښکلا ډېروي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …