کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان، محمد نبي او ظاهر خان اسټرالیا ته لاړل
راشد خان، محمد نبي او ظاهر خان

راشد خان، محمد نبي او ظاهر خان اسټرالیا ته لاړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان، د ملي لوبډلې لوبډلمشر او تجربه کاره الراونډر محمد نبي او ورو توپ اچونکی ظاهر خان پکتین اسټرالیا ته لاړل.

درې واړه لوبغاړي د اسټرالیا په تجارتي لیګ (بګ باش لیګ) کې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي، چې له متحده عربي اماراتو څخه د اسټرالیا په لور روان شوي دي.

ظاهر خان پکتین په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ځینې عکسونه خپاره کړي دي، چې له محمد نبي او راشد خان سره لیدل کېږي، دا عکسونه په هوايي ډګر او همدا راز په الوتکه کې اخیستل شوي دي.

هغه له دې عکسونو سره لیکلي دي، چې له اوږدې دمې وروسته بګ باش لیګ ته روان دی، هغه همدا راز له مینه والو څخه غوښتنه کړې ده چې په دعاګانو کې یې یاد وساتي.

د یادولو وړ ده چې په بګ باش لیګ کې راشد خان د اډیلیډ سټرایکرز، محمد نبي او ظاهر خان پکتین د میلبورن رینیګاډز لوبډلو سره لوبېږي، همدا راز مجیب الرحمان د بریسبین هیټ او قېس احمد د میلبورن سټارز لوبډلو سره لوبېږي.

د بګ باش لیګ ۱۱م پړاو د ۸ لوبډلو ترمنځ د دسمبر په ۵مه نېټه ۲۰۲۱ کال کې پیلېږي او د جنورۍ د ۲۸مې نېټې ۲۰۲۲ کال پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …