کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د ویسټ انډیز پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسوله

سریلانکا د ویسټ انډیز پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسوله

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او ۳۸۶ منډې یې وکړې.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګاللي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پاپه او د دویمې ورځې تر غرمې د ۱۳۳.۵ اورونو په لوبولو سره درې ټول له لاسه ورکړل او ۳۸۶ منډې یې جوړې کړې.

د سریلانکا په توپ وهنه کې لوبډلمشر دیموت کرونارتني ۱۴۷، پاتوم نېسانکا ۵۶، دننجایا ډي سلوا په ۶۱ او دینش چندیمال ۴۵ منډې جوړې کړې.

د ویست انډیز لپاره روسټن چیس غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې، دغه راز جومیل واریکان درې او شانون ګبریل دوه ویکټې ترلاسه کړه

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …