کورپاڼه / خپلواک / له افغانستان وروسته هند هم د ويسټ انډيز لوبډله شل اوريزه لوبلړۍ کې ماته کړه
هند او ويسټ انډيز

له افغانستان وروسته هند هم د ويسټ انډيز لوبډله شل اوريزه لوبلړۍ کې ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د ويسټ انډيز کرکټ لوبډله د هند په سفر راغلې ده، چې اوس له هندۍ لوبډلې سره لوبې کوي، چې تر دې مخکې يې د افغانستان لوبډلې سره هم لوبې ترسره کړې.

د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو لوبلړۍ کې هند بريا خپله کړه، چې تر دې مخکې د افغانستان او ويسټ انډيز په درې شل اوريزه لوبلړۍ کې افغانستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ وروستۍ يا دريمه لوبه د هند په ممبۍ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د هند له لوري د پيل توپوهونکو روهيت شرما او کى ايل راهول په زړه پورې توپوهنه ترسره او د ١٣٥ منډو ملګرتيا يې وکړه، راهول ٩١ او روهيت شرما د ٧١ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېدل.

ريشاب پانټ او شرياس اير کومه منډه ترلاسه نه کړه، خو لوبډلمشر ويراټ کوهلي په زړه پورې لوبه وکړه چې د ٧ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ يې په ٢٩ توپونو باندې ٧٠ ناسوځېدلې منډې وکړې او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې د ٢٤١ منډو ستر هدف وټاکه.

د ويسټ انډيز له لوري شيلډون کاټرېل، کيسريک ويليمز او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٤١ منډو د هدف په تعقيب کې د ويسټ انډيز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٣ منډې وکړې او په ٦٧ منډو يې په لوبه کې ماته وخوړله. د دوى له لوري کيرون پولارډ ٦٨ او شيمرون هيټماير ٤١ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري ديپک چاهار، بوينشور کمار، محمد شامي او کلديف يادو ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کى ايل راهول ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ويراټ کوهلي ترلاسه کړه.

هند په دغه لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړې وه، ويسټ انډيز بيا دويمه لوبه وګټله او دريمه لوبه هم هند په خپل نوم کړه، چې په دې سره يې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په ٢-١ سره په خپل نوم کړه.

د يادولو ده چې افغانستان هم له ويسټ انډيز څخه په ٢-١ سره لوبلړۍ ګټلې وه.

تر دې وروسته ويسټ انډيز له هند سره د ٣ يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم لري، چې دغه لوبلړۍ به د دسمبر په ١٥مه نېټه پيل شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …