کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا پریانکا چوپړا له نیک جونس څخه طلاق واخیست؟

آیا پریانکا چوپړا له نیک جونس څخه طلاق واخیست؟

هندي اداکارې پریانکا چوپړا، چې په بالیووډ او هالیووډ کې یې د خپل استعداد پرمټ شهرت ترلاسه کړی، د خپل خاوند نیک جونس نوم د خپلې ټولنیزې رسنۍ له اکاونټ لېرې کړ.

پریانکا چوپړا د عکسونو او ویډیوګانو شریکولو مشهور اپلیکیشن انسټاګرام کې خپل نوم بدل کړی. هغې له دې وړاندې پر انستاګرام خپل نوم په دې ډول ورکړی و، (پریانکا نیک جونس) خو اوس یې ترې د خپل خاوند نوم لېرې کړ.

د پریانکا له لورې پر ټولنیزه رسنۍ د خپل خاوند د نوم له لېرې کولو وروسته داسې آوازې خپرېږي، چې د نوموړي او خاوند ترمنځ یې طلاق رامنځته شوی دی.

خو تر اوسه پورې پریانکا چوپړا، د هغې خاوند یا هغوی ته نږدې سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې پریانکا چوپړا او امریکایي سندرغاړس نیک جونس د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د هندوانو او په دویمه نېټه د عیسویانو په دود واده کړی و.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …