کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې له کوم ډول چایو څخه ګټه واخلو؟

د ژمي په موسم کې له کوم ډول چایو څخه ګټه واخلو؟

د ژمي په یوه سړه ورځ کې د یوې پیالې ګرم چای څخه ډېر راحت بخښونکی څېز بل نشته. یو پیاله تازه څښل شوی چای نه یوازې بدن ته تودوخه ورکوي، بلکې ډېرې نورې ګټې هم ورته رسوي، چې د دفاعي سیسټم له پیاوړتیا او د زکام له درملنې څخه د کولمو سالم ساتلو پورې ګټې لري، نو راځئ چې د چای ځینې ډولونه در وپېژنو.

د شات، لېمو او ادرکو چای:

شات په دودیز ډول د زکام او ټوخي درملنې لپاره کارول کیږي او لېمو، چې له ویټامین سي او انټي اکسیډنټ څخه بډایه دی، د معافیت سیستم په وده کې مرسته کوي. دغه راز ادرک د بکتریا او التهاب ضد ځانګړتیاو په لرلو سره په ژمي کې د روغتیا لپاره خورا ګټور وي.

د لیمو او تورو مرچو چای:

دا چای نه یوازې د بدن پاکولو کې مرسته کوي بلکې د وینې فشار کموي او معافیت ته وده ورکوي. دغه راز د تورو مرچو سره یوځای څښل يې د کوچنیو ناروغیو سره مبارزه کوي او د ستوني درد هم له منځه وړي. ددې لپاره به لږې اوبه راواخلئ، وبه یې ایشوئ، بیابه د لېمو اوبه او د مرچو پوډر ور زیات کړئ، بیابه لږ کورکمن او له پخېدو وروسته شات ور واچوئ.

د دارچینی او ریحانو چای:
ریحان یا کشمالي د وینې پاکولو لپاره په زړه پوری نبات بلل کیږي. دا د سینې خارښت کموي او د ستوني درد څخه راحت رامنځته کوي. له بلې خوا دارچیني د التهاب ضد ځواکمن خاصیت لري او د عامو انتاني ناروغیو سره هم مبارزه کوي. ددې لپاره په یوه پیاله اوبو کې له اتو تر لس پاڼو د ریحان پاڼې واچوئ او کله چې په ایشېدو راغی نو د دارچیني پوډر واچوئ او بیا کورکمن ور زیات کړئ.

د ادرک او نعناع چای:

تازه نعناع نه یوازې چای ته اضافي خوند ورکوي بلکې په هضم کې هم مرسته کوي او د معدې ستونزې ته ختموي. له بلې خوا ادرک د ژمي غوره غذا ده، ځکه چې وینه پاکوي او زکام له منځه وړي. ددې لپاره له شپږو تر اتو پاڼو نعناع او ادرک سره په یوه پیاله اوبو کې وایشوئ او چې وایشېده بیا یې چاڼ کړئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …