کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا نوازالدین صدیقي په رښتیا له (او ټي ټي) پلېټ فارمونو سره مخه ښه کوي؟

آیا نوازالدین صدیقي په رښتیا له (او ټي ټي) پلېټ فارمونو سره مخه ښه کوي؟

هندي اداکار نوازالدین صدیقي د (او ټي ټي) پلیټ فارمونو سره د مخه ښې ویلو په اړه خپله وینا رد کړه او ویلي یې دي چې د هغه وینا په سمه مانا نه ده اخیستل شوې.

د يادونې وړ ده، نوازالدين صديقي په خپل يوه بيان کې ويلي و، چې ځينې ميډيا هاوسونه یا تولیدونکي د پيسې ګټلو لپاره پر او ټي ټي پلېټ فارمونه مواد جوړوي.

هغه دا هم ویلي ول چې هغه د او ټي ټي پلیټ فارمونو د پریښودو په اړه فکر کوي. د هغه دا څرګندونې ډېر ژر پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شوې، خو یې د یوې مرکې په ترڅ کې د خپلې خبرې وضاحت ورکړ.

نوازالدین صدیقي ویلي، چې د هغه څرګندونې په سم ډول نه دي مانا شوي، یعنې غلط مطلب ترې اخیستل شوی. هغه ویلي چې د هغه پروډکشنونو په اړه خبرې کوي چې یوازې د پیسو ګټلو لپاره له دې پلیټ فارم سره تړلي دي.

هغه زیاته کړې چې په او ټي ټي پلیټ فارم کې ډیر فلمونه تولید کړي او خپل شهرت هم د همدې پلیټ فارم له امله ګڼي.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …