کورپاڼه / جالب / ایلون ماسک خپل کارمندانو ته د کار پرمهال د موسیقۍ اورېدلو سپارښتنه کړې

ایلون ماسک خپل کارمندانو ته د کار پرمهال د موسیقۍ اورېدلو سپارښتنه کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ مشهور شرکت ټیسلا مشر ایلون ماسک خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د کار پر مهال دې موسیقي واوري.

د رسنیو د راپورونو له مخې، مشهور ایلون ماسک، چې څو ځله د نړۍ ترټولو بډایه شخص و، د خپل شرکت ټیسلا کارمندانو ته یو بریښنالیک لیږلی او ټینګار یې کړی چې د کار په وخت کې موسیقي واوري. نوموړي بریښنالیک ته (په شرکت کې موسیقي) نوم ورکړی و.

ایلون مسک کارمندانو ته په بریښنالیک کې ویلي دي چې، د کار پرمهال د موسیقۍ اوریدلو عادت هغوی هڅوي او ترڅنګ یې فعالیتونه ښه کوي.

ایلون مسک د بریښنالیک له لارې له خپلو کارمندانو څخه وپوښتل چې، له موسیقۍ پرته کوم بل داسې څه هم شته چې د کارمندانو ورځ ښه کړي او زیاته کړې یې ده، که داسې څه وي نو هغه دې ته چمتو دی ترڅو د خپلو کارمندانو ورځ ښه کړي.

هغه په ​​​​خپل بریښنالیک کې دا هم ویلي، چې هغه په ​​​​کار کې د خپلو کارمندانو د سندرو اوریدلو او د هغوی د خوښې د موسیقۍ د نوملړ برابرولو هم خوښ دی.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …