کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ابوظهبي ټي ټین لیګ: د ډیلي بولز لوبډله جریمه شوه
فضل حق فاروقي او ډواین براوو

ابوظهبي ټي ټین لیګ: د ډیلي بولز لوبډله جریمه شوه

د ابوظهبي ټي ټین لیګ (لس اوریزه لیګ) په پرونۍ لوبه کې د اورونو په ټاکلي وخت کې د نه ترسره کولو له امله د ډیلي بولز لوبډله جریمه شوې ده.

پرون ډیلي بولز د دي چینای بریویس سره لوبه ترسره کړه، چې د ۵ ویکټو په توپیر یې په دغه لوبه کې بریا خپله کړه، خو ډیلي بولز بیا خپل اورونه په ټاکلي وخت کې نه و ترسره کړي، چې له امله یې جریمه شوه.

د لوبې ریفري کریس بروډ د ډواین براوو په لوبډلمشرۍ د ډیلي بولز لوبډله جریمه کړه، چې د ټاکلي وخت څخه یې ۱ اور کم ترسره کړی و، یعنې کوم وخت چې د ۱۰ اورونو لپاره و، په هغه وخت کې دوی ۹ اورونه ترسره کړي و.

د اصولو له مخې، د ابوظهبي ټي ټین لیګ د لوبغاړو او د لوبغاړو د مرستیال کارکوونکو د ۲.۲۲ مادې څخه سرغړونه کړې وه، نو د لوبډلې لوبډلمشر د لوبې د فیس ۲۰ سلنه او نور لوبغاړي بیا ۱۰ سلنه جریمه شوي دي. ډواین براوو د میچ ریفري له خوا دغه جریمه قبوله کړې ده، نو ځکه د دې د اورېدنې لپاره کومه ځانګړې غونډه نه ده ترسره شوې.

د یادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ټین لیګ ۷مه لوبه کې چینای ۱۲۴ منډې کړې وې، چې په ځواب کې یې ډیلي ۱۲۸ منډې وکړې او د ۵ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه، په دغه لوبه کې ډواین براوو د چټکې توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …