کورپاڼه / روغتيا / مغزي لرونکې یا وچې مېوې مو وزن کموي

مغزي لرونکې یا وچې مېوې مو وزن کموي

مغز لرونکي مېوې فایبر، پروټین، صحي غوړ، ویټامینونه او منرالونه لري، چې وزن کموي او د خېټې د وازګې په سوځولو کې مرسته کوي. نو، که تاسو دمخه دا مغز لرونکي مېوې پخپل رژیم کې نه وي شاملې کړي، اوس یې وخت دی چې په اهمیت یې پوه شئ.

د وزن کمول اسانه کار نه دی، دا ډېر وخت، سخت کار او صبر ته اړتیا لري. ددې لپاره باید ټول غیر صحي خواړو ته (نه) ووایاست او صحي او مغزي مېوو او خوړو ته هرکلی. وچې مېوې د غوره غذایي توکو څخه دي، چې انټې اکسیډنټ لري، چې د بدن په روغ ساتلو کې مرسته کوي او وزن هم کموي.

بادام:
بادام د پروټین، انټي اکسیډنټ او صحي غوړړ لپاره یو له غوره غذایي توکو څخه شمیرل کیږي. مونوساتوریټ شوي غوړ د ډېر خوراک مخه نیسي، په حقیقت کې دا د امینو اسید (L-arginine) یوه ښه سرچینه ده، د بدن اضافي وازګې په کمولو کې مرسته کوي. نو د ورځې له ۳ تر ۵ بادام وخورئ.

اغوزان یا چارمغز:
هره ورځ د یو څو اغوزانو او چارمغزو خوراک کولی شي، چې د وازګې کمولو او د بدن صحي وزن ته وده ورکړي. چارمغز د اشتها د کنټرول لپاره هم پیژندل کیږي. په اغوزانو کې د اومیګا ۳ شحمي اسیدونو، نباتي استرولونو او ویټامینونو شتون لري، چې د اشتها په کمولو کې مرسته کوي.

پسته:
پسته لږه اندازه پروټین لري او پروټین د اوږدې مودې لپاره د خېټې په ډکولو کې مرسته کوي. دغه راز په پسته کې موجود پروټین د عضلاتو نوو نسجونو په جوړولو کې هم مرسته کوي او د وزن په کمولو کې هم رغنده رول لوبوي.

کاجو:
په کاجو سره د وزن کمول ډېر آسانه وي، ددې لپاره اړینه ده چې هره ورځ پخپل خوراک کې کاجو شامل کړو، نو ورو-ورو به د وزن کمول حس کړو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …