کورپاڼه / روغتيا / د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور خوراکي توکي

د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور خوراکي توکي

موږ چې په ورځني ډول کوم خواړه یا خوراکي توکي استعمالوو، هغه زموږ پر غاښونو او د وریو پر روغتیا اغېزې کوي. غاښ، چې د انسان د ژوند او شخصیت مهمه برخه ده، د مخ په ښکلا کې رغنده ونډه لري.

خو که چېرته غاښونه زیانمن شي نو د داسې درد او تکلیف سبب کېږي، چې زغمل یې خورا ستونزمن وي، نو اړینه ده چې هغه خواړه د خپل خوراک برخه وګرځوو، چې غاښونو او ژامو ته مو زیان ونه رسوي.

لبنیات:
شېدې په ډېره اندازه کلسیم لري او کلسیم هغه غذایي توکی دی چې د غاښونو د پیاوړتیا لپاره ډېر اړین وي، نو ددې لپاره اړینه ده چې پخپل خوراک کې لبنیات شامل کړو.

مېوې:
د غاښونو او وریو د پاک ساتلو لپاره فایبر خورا اړین وي او مېوې په طبیعي ډول د فایبرو ښه منبع وي، نو هڅه وکړئ چې هغه خوراکي توکي او مېوې د خوراک برخه وګرځوئ، چې په زیاته اندازه فایبر ولري.

شین او تور چای:
بکټریا، چې د غاښونو د ماتېدو او د وریو د زیانمن کېدو سبب کېږي، د مخنیوی لپاره یې شین او تور چای استعمال کړئ، ځکه چې چای پولي فینولونه لري، چې د بکټریا په ختمولو رغنده رول لوبوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …