کورپاڼه / جالب / د برېتو له وېښتانو سوټ (لباس) جوړ شوی

د برېتو له وېښتانو سوټ (لباس) جوړ شوی

په اوسني وخت کې چې ټیکنالوژۍ خورا پرمختګ کړی او د انسانانو په ژوند کې یې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅنګ یې د خوراک، څښاک او پوښاک څیزونه هم بدلون موندلی دی.

په دې لړ کې اوس-اوس استرالوي کارپوهانو د سړیو د برېتونو له وېښتو یو ډېر عجیب او غریب سوټ یا لباس چمتو کړی دی.

په دې اړه د استرالیا د موویمبر فاونډېشن له لورې له تېرو څو کلونو راهیسې د پوهاوی لړۍ په لاره اچول شوې وه، چې په هغې کې هر کال یو پروګرام په لاره اچوي، ترڅو نارینه یا سړي د برېتونو پرېښودو ته وهڅوي.

سږ کال هم موویمبر فاونډیشن د غونډې کوربه و او په دې لړ کې د اسټرالیا د نارینه وو د لباس برانډ (Politics) یو ځانګړی او عجیب سوټ یا لباس چمتو کړی دی.

د برېتونو له وېښتانو جوړ شوی سوټ یا لباس ډېر عجيب یا حیرانوونکې وباله او ويلي یې دي چې د دې سوټ په ليدلو ډېر ناخوښ دي، خو پر وینا یې چې دا په ښه نيت جوړ شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …