کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې د پښتورګو یا بډوډو لپاره خورا زیانمن وي

هغه عادتونه چې د پښتورګو یا بډوډو لپاره خورا زیانمن وي

پښتورګي یا بډوډس زموږ په ټولیزه روغتیا کې رغنده رول لوبوي، دا مهم غړی له بدن څخه د فاضله موادو او اضافي مایعاتو په ایستلو او د اوبو، مالګې او منرالونو د سالم توازن ساتلو کې مرسته کوي، خو ځینې داسې عادتونه هم شته چې د پښتورګو روغتیا ته زیان رسوي.

د درد ضد درمل:
که څه هم ډېر شمېر خلک د درد یا التهاب کمولو لپاره د درد ضد درمل کاروي، خو باید وویل چې دا پښتورګو یا بډوډو ته زیان رسوي، نو که څوک د ګردو ناروغي لري، هغوی دې هر وخت د درد ضد درمل نه کاروي.

پروسیس شوي خواړه:
د پروسیس شويو خواړو په جوړښت کې په زیاته اندازه سوډیم او فاسفورس لري، چې د ګردو او هډوکو لپاره خورا زیانمن تمامېږي.

د لږو اوبو استعمال:
په ډېره اندازه اوبه څښل د ګردو له لارې له بدن څخه سودیم او زهرجن مواد وباسي او د ګردو له تیږو څخه مخنیوي کوي، نو اړینه ده چې هره ورځ له درېیو تر څلورو لیترو پورې اوبه وڅښو.

د ډېرې بورې استعمال:
د ډېرې بورې یا خوږې استعمال د چاغښت سبب کېږي، چې بیا ورسره د وینې لوړ فشار او شکرې ناروغۍ خطر ډېروي او ترڅنګ یې د ګردو ناروغي هم پیدا کوي.

سګریټ څکول:
سګریټ څکول د روغتیا لپاره خورا زیانمن وي، نو هغه کسان چې د سګریټ څکولو عادت لري، د هغوی په متیازو کې د پروټین کچه زیاته ده، چې ګردو ته زیانمن تمامېږي.

تر ډېره کېناستل یا فعالیت نه کول:
تر ډېره پورې کېناستل او فعالیت نه کول د ګردو یا پښتورګو ناروغیو ته وده ورکوي، نو اړینه ده چې په منظم ډول ورزش ترسره شي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …