کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د بنګله دېش لوبډله پخپل کور کې کلین سوېپ کړه

پاکستان د بنګله دېش لوبډله پخپل کور کې کلین سوېپ کړه

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو په دریمه لوبه کې هم پاکستان د بنګله دېش لوبډلې ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه او بنګله دېش یې پخپل کور کې کلین سوېپ کړ.

دغه لوبه د بنګله دېش په کوربتوب په ډاکه کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې بنګله دېش لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

بنګله دېش په ټاکلو شل اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې محمد نعیم ۴۷، عفیف حسین ۳۰ او شمیم حسن ۲۲ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره عثمان قادر او محمد وسیم ښه اچونه وکړه، دواړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز محمد شاهنواز دهاني او حارث رووف یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان لوبډلې د ۱۲۵ منډو هدف د پنځه لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په وروستي توپ ترلاسه کړ او بنګله دېش ته یې په پنځه ویکټو ماتې ورکړه، چې له ډلې یې حیدر علي ۴۵ او محمد رضوان ۴۰ منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره محمودالله درې، شاهد الاسلام او امین الاسلام یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …