کورپاڼه / جالب / په هند کې څلور سترګی هوسکی پیدا شوی او خلکو یې عبادت پیل کړی دی

په هند کې څلور سترګی هوسکی پیدا شوی او خلکو یې عبادت پیل کړی دی

هند ته که د بېلابېلو مذاهبو او حیرانوونکو پېښو کور وویل شي، نو غلطه به نه وي ځکه چې دې سیمه کې ډېرې حیرانوونکې عقاید زېږون کړی او اوس-اوس هلته یوه بله حیرانوونکې پېښه هم واقع شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د مدیا پردیش ایالت په اندور سیمه کې د یوه بزګر په کور کې د دوه سرونو او څلور سترګو واله هوسکی پیدا شوی دی.

دا هوسکی دوه سرونه او څلور سترګې، کله چې ځایي خلک د هوسکي د پیدایښت په اړه پوه شول، نو د بزګر کور ته یې مخه کړه ترڅو دا عجیب او غریب هوسکی وګوري، چې بیا یې عبادت هم وکړ.

راپور زیاتوي، چې د هوسکي له پیدایښت وروسته ډلې-ډلې خلک د بزګر کور ته له ګران بیه ډالیو سره ورځي او دا ډالۍ یې د نذرونو په ډول وړاندې کړي دي.

ځایي خلک په دې باور دي چې د دې هوسکي پیدایښت کرامت ګڼي، چې په همدې سبب یې سپیڅلی ګڼي او عبادت یا لمانځنه یې کوي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …