کورپاڼه / خپلواک / نسيم دانش: مشعل او شفيق په کرکټ کې د بدبختۍ لامل دي
نسيم، شفيق او مشعل

نسيم دانش: مشعل او شفيق په کرکټ کې د بدبختۍ لامل دي

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، چې عاطف مشعل او شفيق ستانکزي د لوبډلې په بې اتفاقولو او بنيادي مشکل جوړولو کې په ډېرې بې شرمۍ سره منفي رول لوبولى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ راشد خان له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې پخوانى لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکه، چې له هغه وروسته د اصغر افغان پر ضد ځينې غبرګونونه هم راپورته شول، چې پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب وويل، اصغر خاين دى او بايد محکمه شي. هغه وويل چې تر څو اصغر لوبډلمشر وي، هغه به په لوبډله کې ونه لوبېږي.

له هغه وروسته د کرکټ بورډ پخواني چيرمېن نسيم الله دانش هم په ټولنيزو رسنيو کې خپل نظر څرګند کړ او وې ويل چې په کرکټ کې بې اتفاقي او مشکل هغه وخت منځته راغى، کله چې له نړيوال جام مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر بدل شو.

هغه وويل، چې له نړيوال جام مخکې يو داسې کس لوبډلمشر وټاکل شو، چې هغه د ځينو مهمو لوبغاړو نه خوښېده، چې اشاره يې ګلبدين نايب ته ده.

نسيم الله دانش همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، چې له هغه وروسته هم دا مشکل حل کېداى شو، خو چې ځينو سياسي او د کرکټ بورډ پخوانيو چارواکو مثبت رول لوبولى واى او د هېوادوالو احساسات او ګټې يې په نظر کې نيولې واى.

نسيم الله دانش زياتوي، چې په دغه برخه کې په ځانګړې توګه عاطف مشعل او شفيق ستانکزي د لوبډلې په بې اتفاقولو او بنيادي مشکل جوړولو کې په ډېرې بې شرمۍ سره منفي رول ولوباوه او ددې تاوان جبران کول به سخت کار وي.

هغه همدا راز وويل، چې که ګلبدين وايي چې اصغر دې محاکمه شي، نو زه وايم چې مشعل او شفيق دې هم محاکمه شي.

د يادولو ده چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن او شفيق ستانکزى اجراييوي رييس و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …