کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان ولې د کترینه کیف په واده کې ګډون نه کوي؟

سلمان خان ولې د کترینه کیف په واده کې ګډون نه کوي؟

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ ستوری د خپلې نږدې ملګرې کترینه کیف په واده کې ګډون نه کوي. دا چې هغه ولې د کترینه په واده کې ګډون نه کوي، لامل یې څرګند شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، سلمان خان د دسمبر په میاشت کې د خپل راتلونکې فلم ټایګرز۳ او پټان په شوټنګ کې بوختېږي، چې په همدې سبب نشي کولی چې د کترینه کیف په واده کې ګډون وکړي.

بل لوري ته سلمان خان د شاه رخ خان د زوی آریان خان له نېول کېدو وروسته له د شاه رخ خان د ملګرتیا په خاطر د خپل فلم شوټنګ ځنډولی و، چې اوس به د دسمبر په میاشت کې بېرته پیل شي.

دا چې کترینه کیف د سلمان خان نږدې ملګرې او د هغه د کورنۍ غړې ده، نو مینه وال یې په واده کې په نه ګډون حیران ول.

د یادونې وړ ده، په هندي رسنیو داسې راپورونه خپرېږي، چې کترینه کیف او ویکي کوشل د دسمبر په لومړۍ لسیزه کې واده کوي.

دا هم ولولئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه …