کورپاڼه / روغتيا / د شکرې ناروغانو لپاره ګټورې مېوې

د شکرې ناروغانو لپاره ګټورې مېوې

شکرې یوه داسې ناروغي ده چې په سبب یې بدن نشي کولی چې د وینې د شکر کچه کنټرول کړي، خو د کابو کولو لارې چارې یې شته، خو مناسبو درملو او روغتیایي پاملرنه اړینه ده او د ژوند طرز بدلون هم کولی شي د شکر ناروغۍ سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

شنه مڼه:
شنه مڼې د شکرې ناروغانو لپاره یوه غوره غذا ګڼل کیږي. دا میوه په زنک، اوسپنه او په نورو غذایي توکو بډایه ده چې د وینې شکر کنټرول کې مرسته کوي.

ناک:
ناک د لږو ګلاسیمیک انډیکس لرونکي مېوه ده، چې په همدې سبب په چټکۍ سره د وینې شکر کچه نه لوړوي. دا مېوه په ویټامین ای، سي، اي، بي۱، بي۲، بي۳، او بي۹ بډایه دی او په ډېره اندازه پوټاشیم، کلسیم او زنک هم لري او د فایبر سربېره انټي اکسیډنټ او کیروټینایډونه لري.

جامن:
جامن د شکرې ناروغانو لپاره ګټوره مېوه ده. دا په ویټامین ای، سي، د بي ګروپ او ډي بډایه ده او د وینې د لوړ شکر خطر کمولو کې مرسته کوي.

امرود:
د ټيټ ګلاسیمیک انډیکس سربیره امرود پخپل جوړښت کې په لږه اندازه سوډیم او په زیاته اندازه پوټاشیم لري، چې دا د شکرې ناروغانو روغتیا لپاره اړین دی.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …