کورپاڼه / بېلا بېل / فنلېنډ د نړۍ تر ټولو خوښ او افغانستان بیا تر ټولو ناخوښ یا غمجن هېواد اعلان شو

فنلېنډ د نړۍ تر ټولو خوښ او افغانستان بیا تر ټولو ناخوښ یا غمجن هېواد اعلان شو

که څه هم په دې وروستیو کې نړۍ له بېلابېلو ستونزو او په دې وروستیو له خورا ګرانۍ سره مخ ده، خو بیا هم د فنلېنډ اوسېدونکي د نړۍ تر ټولو خوښ یا خوشحاله اوسېدونکي ګڼل شوي.

د ملګرو ملتونو په مرسته هغه اداره چې د خوشحاله یا خوښ انسانانو د اوسیدلو کلنی راپور تیاروي، دا ځل یې هم په یو سلو شپږ څلویښت هیوادونو کې فنلېنډ لومړنی هیواد اعلان کړی.

په دې نوملړ کې فنلېنډ لومړنی، ډنمارک دویم، ورپسې سویټزرلېنډ، ایسلېنډ او هالینډ شامل دي او په نهم نمبر کې بیا نیوزیلینډ راغلی او له نیوزیلېنډ پرته په لومړیو لسو هیوادونو کې ټول اروپایي هیوادونه شامل دي.

په دې نوملړ کې انګلستان اوولسم، امریکا نوولسم نمبر ته تللې، خو المان بیا دیارلس نمبر ته راغلې او فرانسه یوویشت نمبر مقام نېولی.

په دې نوملړ کې افغانستان د نړۍ ناخوښه یا غمجن هیواد ګڼل شوی، چې وروسته یا ۱۴۶م مقام لري. خو افریقایي هیوادونه لیوسوتو، بوټسوانا، روانګا او زمبابوې له افغانستان لږ څه خوښ هېوادونه اعلان شوي.

دا هم ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې …