کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین لیګ ۹مه لوبه دکن ګلیډیټرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین لیګ ۹مه لوبه دکن ګلیډیټرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین په نهمه لوبه کې دوه افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز ۱۶ منډې وکړې او فضل الحق فاروقي بیا دوه اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې، خو کومه ویکټ یې هم وانخیسته او لوبه دکن ګلیډیټرز وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۹مه لوبه د ډیلي بولز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د دکن ګلیډیټرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ډیلي بولز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې رحمن الله ګربز ۱۶، ریلي روسو ۴۸ او شریفین راترفورډ ۱۹ منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لخوا اندري رسل درې، ونېندو هسرنګا او ټایمل میلز دوه-دوه او ډیویډ ویسا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د دکن ګلیډیټرز لوبډلې د ۱۱۳ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو په اتم اور کې ترلاسه کړ او ډیلي بولز لوبډلې ته یې په نهو ویکټو ماتې ورکړه.

د دکن ګلیډیټرز لپاره ټام بینټن ۴۴ او ټام کوهلر کاډمور ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، د ډیلي بولز لخوا ډومینک ډریکس یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …